اوبو او انرژي وزارت کې په (ورځنیو چارو کې د اوبو سپما) تر سرلیک لاندې د پوهاوي ورکولو برنامه دائره شوه
دغه برنامه د دغه وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د اوبو د تنظیم، اوبولګولو او کانالیزاسیون ریاست په همکاري د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې نن، سه شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ل کال د لړم د میاشتې په ۲۷ نېټه ترسره شوه.
په دغه برنامه کې، د هېواد له اوبیزو سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د اوبو د بې ساري لګښت د مخنیوي په کمولو کې د کارمندانو پر رول باندې ټینګار وشو.
همدغه راز، محترم اعجاز الحق دانشیار د اوبو لګولو، اوبو رسولو او کانالیزاسیون رئيس او نورو ویناوالو د هېواد د ځمکې لاندې اوبو کچې د اندیښنې وړ کمښت او د څښاک او کرنې اوبو پر چمتوکولو باندې د هغې پایلو ته په اشارې، په کاري چاپیریال او ورځني ژوند کې د اوبو د سپما لپاره علمي او عملي حل لارې وړاندې کړې.
د دغه ډول پوهاوي ورکولو برنامو جوړول د اوبو د سپما او ورڅخه د اغېزمنې ګټه اخیستنې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري، ځکه چې ګډونوال پکې د اوبو سرچینو د کړکیچ د پوهېدو بر سېره، په کور او کار ځای کې د اوبو لګښت د کمولو له عملي او پلي کېدونکو لارو چارو سره پېژندګلوي مومي.
