د یوه خصوصي شرکت استازي په سمنګان ولایت کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

MEW-Media
Thu, Nov 20 2025 10:15 AM
۱

د سمنګان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محب الله عادل د افغان کنوسپرس شرکت له استازي سره وکتل او په سمنګان ولایت کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت استازي له ۵ – ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال  د سمنګان د اوبو او انرژي رئيس په دغه لیدنه کې د نوموړي شرکت د پانګونې د هرکلي ترڅنګ، اړوندو تخنیکي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې په دې برخه کې اړینې آسانتیاوې چمتو کړي.

User account menu