تخار ولایت کې د کوکچې بند د جیوتخنیک چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د تخار د اوبو او انرژي رئيس محترم سراج الدین وهاج او ورسره مل تخنیکي ټیم د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالي کې د کوکچې بند د جیوتخنیک چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
همدارنګه، ښاغلي وهاج د کوکچې د حیاتپله د اوبو اندازه ګیري له دستګاه څخه هم لیدنه وکړه او اړوند ساتونکي او مامور ته یې د دستګاه د ساتنې او مراقبت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
