غور ولایت کې د سیند د غاړي د تحکیماتي پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
غور ولایت دولت یار ولسوالي شینه کلي کې د هریرود سیند تحکیماتی پروژه او د شینه هایدرولوژي استیشن چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایې بودجي څخه ( ۴.۳۸۱.۳۰۹ ) څلورمیلیونه، دري سوه یو اتیازره او دری سوه نهه افغانیو په لګښت د ولایت مقام، اقتصاد، اوبو او انرژي ریاستونو استازو، د کلیو مشرانو، او متنفذینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادي پروژې په بشپړیدو سره به ډیرې کرنیزي ځمکې،کورونه،ښوونځي، سړکونه، او د شینه کلي هایدرولوژي استیشن د سیلاب له خطر څه خوندي شي.
