سمنګان ولایت کې د بادي برېښنا سیستم د نصبولو لومړنۍ سروې بشپړه شوه.

mew-admin
Wed, Dec 17 2025 11:39 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالي کې د ۱۳۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید سیستم د نصب لپاره  لومړنۍ سروې او د معلوماتو راټولولو چارې بشپړې کړې.

ټیم د سفر په پیل کې د سمنګان د والي او د اوبو او انرژۍ ریاست له مسؤلینو سره ولیدل، او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون د خُلم ولسوالي د اولجتو او سرتنګي سیمو ته واستول شول، چیرې چې ۱۱۶۲ جریبه ځمکه د پروژې د تطبیق لپاره تثبیت شوه.

همداراز، یاد ټیم د حضرت سلطان ولسوالي  د آسیا‌باد، او د خُلم ولسوالي د اولجتو او سرتنګي سیمو د بادو څېړنیزو تاورونو څخه لیدنه وکړه. د سرتنګي له ۵۰ متري تاور څخه د درې میاشتو ثبت شوې  معلومات واخیستل شو، او د خرابې شوې بیټرۍ پر ځای نوې نصب شوه.

User account menu