ننګرهار ولایت کې د اوبه خور چکډم پروژې خط اندازي ترسره شوه
د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم او د اړوند قراردادي شرکت د مسؤلینو له لوري د دغه ولایت په روداتو ولسوالي کې د اوبه خور چکډم پروژې خط اندازي ترسره شوه.
د نوموړې پروژې په پلي کېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه او په کاریزونو کې اوبه ژوندي شي.
