پکتیکا ولایت کې د ۱۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Sun, Jan 04 2026 9:17 AM
۱

د پکتیکا ولایت په یحیی‌خېلو ولسوالي کې د ۱۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه د پکتیکا د اوبو او انرژي رئيس محترم قاري فتح محمد ذاکر، د صنعت او سوداګري رئيس محترم ملا ښادي خان حسین حیدري، د نوموړي ولسوالي د مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړې پروژې ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې د پکتیکا د اوبو او انرژي رئيس د هغې په هکله معلومات وړاندې کړه او دغه پروژه یې د ولسوالي بازار د پرمختګ او د خلکو هوساینې بنسټیزه ذریعه وبلله او شرکت ته یې په دې برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

نوموړې پروژه د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر چتر لاندې د هغه ولایت د صنعت او سوداګري ریاست د ګډې همکاري پر بنسټ د ښرنوال خصوصي شرکت له لوري تطبیق شوه.

User account menu