پکتیکا ولایت کې دچکډمونو درې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

mew-admin
Mon, Jan 05 2026 9:45 AM
1

 د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت اړوند د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري سره د پکتیکا ولایت په شخیل آباد او جاني‌خېلو ولسوالیو کې د سرمیدان، شیرګل او خنجکي چکډمونو پروژې تر څارنې لاندې ونیولې .

د نوموړي ریاست مسؤلینو اړوندو مسؤلینو ته د نوموړو چکډمونو د ساتنې، مراقبت او ترمیم په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu