د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

MEW-Media
Sat, Jan 17 2026 10:00 AM
1

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د پروژې چارو د کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د کابل عمومي حوزوي رئيس د شاهي کانال پروژې د چارو له بهیر څخه د څارنې پر مهال هغه یې د هېواد له بنسټيزو او حیاتي پروژو څخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د چارو په بشپړېدو سره به د اوبو د غوره مدیریت، د کرنې د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې د پام‌وړ اغېز ولري.

User account menu