د غور ولایت د چهارسدې ولسوالي د مرکز  په سیمه کې د مرغاب سیند حریم تثبیت شو

MEW-Media
Tue, Jan 20 2026 11:05 AM
1

د غور د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د چهارسدې ولسوالي د مرکز په سیمه کې د مرغاب سیند ۲۵ کیلومتره حریم د ولایتي ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تثبیت کړ.

همدارنګه، نوموړي مسؤلینو د نوموړې ولسوالي له مسؤلینو او د نوموړي سیند څنډو له اوسېدونکو سره وکتل او د اوبیزو سرچینو د حریم او ساتنې د ارزښت په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

User account menu