فاریاب ولایت کې د اوبو کموالي ستونزه د هغه ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره شریکه شوه

MEW-Media
Wed, Jan 21 2026 10:38 AM
1

د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او په نوموړې ولسوالي کې د اوبو کموالي ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي مشرانو په دغه ولسوالي کې د اوبو کموالي ستونزې او د اوبو بند د جوړونې وړاندیز له ښاغلي مبارز سره شریک کړ.

په ورته مهال، ښاغلي مبارز د نوموړې ولسوالي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به له اړوندو مسؤلینو سره د رسیدګي په موخه شریک کړي.

User account menu