هرات ولایت کې د ۷ کړیو خپل‌سرو څاګانو د کېندلو مخنیوی وشو

mew-admin
Mon, Jan 26 2026 9:10 AM
1

د هرات د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د ګذرې ولسوالي د میرمنه دښتې په سیمه کې چې امارتي بکرې ځمکې دي، د ۷ کړیو خپل‌سرو کرنیزو څاګانو د کېندلو مخنیوی وکړ.

په نوموړې سیمه کې د خپل‌سرو څاګانو کېندنه د کاریزونو او چینو د وچېدو، د ځمکې لاندې اوبو کچې د کښته‌تللو او د ټولنیزې او چاپیریالي شخړو لامل ګرځي.

د یادونې وړ ده، چې د هرات د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو څارنه د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت او خپل‌سرو څاګانو کېندلو د مخنیوي په موخه دوام لري.

User account menu