د اوبو او انرژي وزير د هرات ولايت له پاشدان بند څخه ليدنه وکړه

mew-admin
Mon, Feb 02 2026 9:34 AM
1

١٣ شعبان ١٤٤٧ هـ ق مطابق ١٢ دلو ١٤٠٤ هـ ل

د اوبو او انرژي وزير محترم الحاج ملا محمد يونس آخندزاده هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د هريرود مرغاب عمومي حوزوي رٸيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس محترم ملا عبدالسلام هجرت، د مخابراتو رئیس محترم حافظ خیرالله او د هرات د اوبو او انرژي رٸيس يې ملتيا کوله له پاشدان بند څخه ليدنه وکړه او اړوندو مسٶلينو ته د بند د ساتنې په موخه اړينې لارښوونې وکړې.

همدغه راز، د اوبو او انرژي وزير د هريرود مرغاب عمومي رٸيس او د هرات د اوبو او انرژي رٸيس او د نوموړو رياستونو له کارمندانو سره وکتل او هغوى ته يې د کاري اصولو د مراعاتولو او د نبوي سنت د احيا کولو په موخه اړينې لارښوونې وکړې.

User account menu