د پروان عمومي کانال د پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Tue, Feb 17 2026 9:57 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار محترم مولوي محمد وزیر فدایي او ورسره مل د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالي په ګلبهار کلي کې د پروان عمومي کانال د پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړی کانال په پروان ولایت کې د اوبو لګولو یو له مهمو تأسیساتو څخه ګڼل کېږي، چې د اړوندو سېمو د کرنیزو ځمکو د کرنیزو اوبو د لېږد او وېش په برخه کې اړین رول لري او د پاکاري چارې یې د اوبو د ګټې اخیستونکو په مالي لګښت د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې ریاست د وسایطو او ماشینرۍ په ذریعه پرمخ وړل کېږي.

User account menu