کاپيسا ولایت کې د خرم کانال د پاکاري چارې پيل شوې

mew-admin
Tue, Feb 17 2026 3:49 PM
1

کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د پاکاري چارې د اوبو د منظم بهیر او غوره مدیریت په موخه د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې ریاست او د نوموړي کانال د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنې د مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

نوموړی کانال چې د کاپیسا ولایت د مرکز او د لومړۍ او دوهمې حصې ولسوالیو کرنیزې ځمکې خړوبوي،  ۵۲ کیلو متره اوږدوالی او ۵.۵ متره سور لري، چې شاوخوا ۲۱ زره کورنۍ او ۲۵۰ کلي ورڅخه ګټه پورته کوي او د څه باندې ۶ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د دغه کانال د پاکاري چارې د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنې په مالي لګښت د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu