د بامیان ولایتي انرژي کمېټې په ناسته کې د برېښنا انرژي د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې
دغه ناسته د مرکز زون انرژي چارو د تنظیم آمریت له لوري د پورتني کندز (بامیان) سیندیزې فرعي حوزې په ریاست کې د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره او په دولتي ادارو کې د برېښنا د سپما، د بامیان په مرکز کې د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې او برېښنا رسولو شرکتونو ته د جواز د ورکړې په هکله خبرې اترې وشوې او په دې هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.
