له اتو ادارو سره د څو انکشافي پروژو لاسلیک کول.

mew-admin
Wed, Jul 17 2019 11:23 AM
اخبار

له اتو ادارو ترمنځ د انکشافي پروژو هوکړه لیکونه چی د هند هېواد له لوري تمویلېږی، لاسلیک شول.
په کومه غونډه چی په همدې موخه جوړه شوې وه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی، د اقتصاد وزیر ښاغلی ډاکټر مصطفی مستور او یو شمیر نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو برخه اخیستلی وو.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله د هندوستان له مرستو څخه د مننه ترڅنګ وویل: چې هندوستان 2 میلیارده ډالرو څخه ډېر افغانستان ته مرسته کړې ده او دا ټولې مرستې د افغانانو د ستونزو په حل کې اغېزمنې تمامې شوي دي.
د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور وویل، چې د هندوستان هېواد له 2005 کال څخه تر 2021 کاله پورې د 120 میلیون ډالرو په ارزښت د 577 پراختیايي پروژو ژمنه کړې ده چې دا یې درېيم پړاو دی.
همدارنګه په افغانستان کې د هندوستان سفیر ښاغلي ویني کمار د انکشافي پروژو په پلې کولو په اړه تینګار وکره او په دې برخه کې يې د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړ.
جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله تینګار وکر چی د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې لټي د زغم وړ نه ده؛ ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته هدایت ورکړ، چې د پراختیايي پروژو چې لوړ ټولنیز اغېز لري، په پلي کولو په برخه کی هېڅ ډول غفلت او لټي د منلو وړ نه ده، بلکې دا د افغانانو حق دی چې په وخت اجرا شي.

User account menu