د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د بلخ له والي سره په لیدنه کې د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Thu, Feb 26 2026 11:00 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب په مشري پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر پرمهال په داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی یې ملتیا کوله د بلخ له والي محترم الحاج ملا محمد یوسف وفا سره وکتل او په دغه ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت د پروژو د پلي کولو په ځانګړې توګه د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژې په هکله خبرې اترې وکړې.

همدارنګه، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د وزارت او ولایت ترمنځ  د لازیاتو همکاریو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.

User account menu