د اوبو او انرژي وزیر کندهار ولایت ته سفر وکړ
25 رمضان 1447 هـ ق
23 حوت 1404 هـ ل
د کندهار ولایت دهلې بند ارتفاع د کابو ۱۳ متره په اندازه د لوړولو د تخنیکي مطالعاتو لومړنۍ سروې د امیر المومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د وزارت د انجنیري چوپړتیاوو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار او د کندهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا سید محمد شرافت او ورسره مل ټیم په شتون کې په عملي توګه په سیمه کې پیل شوه.
ټاکل شوې ده، چې د نوموړي بند د تخنیکي مطالعاتو لومړنۍ سروې چارو تر بشپړېدو وروسته، د ډیزاین چارې هم ډېر ژر پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې د دهلې بند د کندهار ولایت د ښار په ګډون د اوو ولسوالیو د کرنیزو اوبو اړتیاوې چمتو کوي، چې د بند ظرفیت د بند په کاسه کې د رسوباتو د راټولېدو له کبله کم شوی چې د بند په لوړولو سره به د کندهار ولایت د ښار په ګډون د اوو ولسوالیو د اوبو ستونزې هوارې او د حاصلاتو په کچه کې زیاتوالی راشي.
