د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د چکډيم پروژې څخه ليدنه ترسره شوه.
۶/شوال/ ۱۴۴۷ هـ ق
۴/ وری/ ۱۴۰۵هـ ش
د ننګرهار سينديزې فرعي حوزې رياست تخنیکي تيم خوګياڼو ولسوالي اړوند ساحه کې د جوړيدونکي چکډيم د ساختماني چارو څخه ليدنه وکړه او کومه ذخیره چې د چکډيم په ښکتنۍ برخه کې د خوړ په بستر کې جوړيده د تخنیکي ټيم لخوا نه د ۱۶،۵ مترو په اندازه د خوړ د بستر څخه د خوړ حريم ته انتقال شوه او نور کوم نواقص چې په پروژه کې موجود وو دوباره اصلاح شول.ياده پروژه د FAO په مالي لګښت د یوه کورني خصوصي شرکت لخوا تطبيقېږي او د نظارت چارې د ننګرهار سينديزه حوزه په غاړه لري.
