د کابل په شکر دره ولسوالي کې د شاه او عروس بند چې تېر کال د اوبو او انرژي وزارت له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
Sun, Mar 29 2026 4:30 PM
1

د وروستیو اورښتونو له کبله په بشپړ ډول له اوبو ډک شوی دی. دغه ارزښتناکه لاسته راوړنه، په هېواد کې د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت، د کرنې سکتور د پیاوړتیا او د دوامداره اوبو د چمتوکولو په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د پر موخو ولاړو هڅو ښکارندویي کوي.

د دغه بند ډکېدل، نه‌یوازې د کابل ولایت په شکر دره ولسوالي کې د اقتصادي او کرنې وضعیت د غوره‌والي زیری دی، بلکې د ملي بنسټونو د پراختیا په برخه کې یو کوټلی ګام او د هېواد له طبیعي سرچینو څخه معقوله ګټه اخیستنه ګڼل کېږي.

User account menu