خوست ولایت کې د دوو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Mon, Mar 30 2026 2:37 PM
1

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې او د ګربزو ولسوالي اړوند د ړنده‌کي خوړ ګبیون پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د شمل پیرانو سربند او استنادي دېوال پروژې چارې بشپړې شوې او د کانال چارې یې ښې روانې دي او د ړنده‌کي خوړ ګبیون پروژې چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي.

User account menu