د میوند سولر سیسټم شرکت ته د ۷۵۰ کیلوواټه په وړتیا د لمریزې او حرارتي برېښنا د تولید جواز ورکړل شو

mew-admin
Sun, Apr 05 2026 1:36 PM
1

دغه جوازلیک د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا چوپړتیاوو د تنظیم عمومي ریاست تر چتر لاندې د برېښنا مارکیټ د حقوقي ریاست له لوري د نوموړي شرکت مسؤلینو ته ورکړل شو.

د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم خلیل الرحمن فاروق په هېواد کې د برېښنا چوپړتیاوو تنظیمول او قانوني کول د دغه ریاست له مسؤلیتونو څخه وګڼل او د برېښنا چوپړتیاوو د غوره‌والي په برخه کې د جوازلیکونو ورکړه یو مثبت ګام وباله.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي ریاست له لوري د کابل په منډوي سیمه کې د ۷۰.۴ کیلوواټه په وړتیا د ډیزلي برېښنا د تولید اجازه‌لیک هم و محترم عبیدالله میا د میا محمد زوی ته ورکړل شو.

User account menu