د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول
د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي، د کانال د شریکانو، قومي مشرانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنه جوړه او د هغې د ارزښت، د ټولنې د مسؤلیتونو او صلاحیتونو په هکله اړین معلومات وړاندې شول او محترم امیر محمد د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړي یې هم وټاکل شول.
