هرات ولایت کې د څه باندې ۵۰ کړیو خپلسرو څاګانو د کېندلو مخنیوی وشو
د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دشت میرمنه، بدوي او رباط صفچه کې چې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالي اړوند دي، په بایرو او د حقابې نهلرونکو ځمکو کې د څه باندې ۵۰ کړیو خپلسرو څاګانو د کېندلو مخنیوی وکړ.
همدارنګه، د هرات ښاروالي د ۲،۳، ۱ او ۱۰ ناحیو اړوند د کار آباد طبیعي مجرا کې هم د اوبو سرچینو پر حریم او بستر د هر ډول تيري مخنیوی شوی او دغه بهیر روان دی.
