د لغمان پوهنتون ۱۳۰ تنه زده کړیالانو ته د اوبو کچې د اندازه کولو، د هایدرولوژي سټیشنونو د فعالیت او د اوبو تأسیساتو په هکله معلومات وړاندې شول

MEW-Media
Tue, Apr 21 2026 3:10 PM
۱

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د درېیم کال ۱۳۰ تنه زده کړیالانو ته د اوبو کچې د اندازه کولو، د هایدرولوژي سټیشنونو د فعالیت او د اوبو تأسیساتو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د لغمان پوهنتون د غوښتنې پر بنسټ، تر دې وړاندې هم د زده کړیالانو د وړتیا لوړونې په برخه کې دوامداره همکاري کړې ده.

 

User account menu