د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پشد کانال له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل
د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالي د پشد کانال د اوبو له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل او په دې هکله یې خبرې اترې وکړې.
همدارنګه، ښاغلي حنفي د نوموړي کانال د اوبو د ګټې اخیستونکو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او ستونزو ته یې د حل لارې چارې ولټول شوې.
