د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د پروژې د غوره کیفیت او پر وخت د بشپړېدو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې تر اوسه پورې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي.
