د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

mew-admin
Mon, May 04 2026 2:38 PM
1

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د پروژو د پلي‌کولو په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي علماوو او قومي مشرانو په دغه ولسوالي کې د اوبو  د مدیریت په موخه د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې له ښاغلي آخندزاده سره شریکې کړې او د ګاویانې بند پروژې چارو د پیل او د کني کانال پروژې پر غځونې باندې ټینګار وکړ.

همدغه راز، ښاغلي آخندزاده د نوموړې ولسوالي علماوو او قومي مشرانو ته د همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu