د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد یې ملتیا کوله، د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
همدغه راز، د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت ته په خپل دغه سفر کې په دشت قلعه ولسوالي کې له آی خانم بندر څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د تحکیماتو پروژې چارې دې پیل شي.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزیر د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالي کې د کښتنۍ کوکچې د اوبو ګرځولو بند له سیمې څخه لیدنه وکړه او د سپین زر شرکت مسؤلینو هغه طرحه یې و ارزوله چې له کوکچې څخه دې اوبه د کندز ولایت ابدان دښتې ته ولېږدول شي.
