د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.
همدغه راز، د اوبو او انرژي وزیر د فیض آباد – کوکچې سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو او انرژي سکتورونو د بېلابېلو اړوندو ستونزو او موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
