د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sat, May 09 2026 10:24 AM
1

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي ولسوالي کې د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه، چې د بغلان والي، محترم مولوي عبدالرحمن حقاني، امنیه قوماندان، د عمري قول اردو قوماندان او د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد یې ملتیا کوله.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي بند جیوتخنیک مطالعات او څېړنې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.

User account menu