پکتیکا کې د برېښنا رسونې وضعیت او د نوو برېښنايي شرکتونو پېژندنه وڅېړل شوه

mew-admin
Sat, May 16 2026 10:18 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنايي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست یو پلاوی، د برېښنا مارکېټ د حقوقي رئیس خلیل‌الرحمن فاروقي په مشرۍ، د برېښنا رسونې وضعیت د ارزونې او شته ستونزو ته د رسېدنې په موخه پکتیکا ولایت ته سفر وکړ.

دغه پلاوي د سیمه‌ییزو مسئولینو، مخورو او د برېښنا رسونې شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې د برېښنايي خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې شته ستونزې وڅېړلې او د خدمتونو د کیفیت پر ښه والي، د شرکتونو ترمنځ پر لا ښه همغږۍ او د عادلانه تعرفو پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.

همدارنګه، د دغه سفر پر مهال د ښکلا او اباسین بهار شرکتونو فعالیتونه هم وارزول شول او د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې نوي برېښنا رسوونکي شرکتونه هم وپېژندل شول.

User account menu