پروان ولایت کې د يوه کوچنې بند چارې پیل شوې

mew-admin
Wed, May 20 2026 6:16 PM
1

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق مطابق ۲/۳۰/ ۱۴۰۵ هـ ش

 د پروان ولایت په شیخ علی ولسوالی کې د پاواز کلي د اوبو د کوچني بند د جوړولو چارې د غوربند چاریکار سیندیزې  فرعي حوزې د رئیس  مولوی عبدالشکور سروری، د شرکت استازې او د سیمې د خلکو په شتون کې پیل شوې.

د یاد کوجني بند چارې د دوه میلیونه ، یو لک، اوه پنځوس زره  او اوه سوه ،شل افغانیو  په لګښت د اسلامی امارت له بودجې  څخه د پروان غوربند چاریکارسیندیزې فرعي حوزې ریاست ترڅارنې لاندې د یوه کورني شرکت له خوا  پر مخ وړل کېږي چې چارې به یې د ۱۶ اونیو په ترڅ کې بشپړې شي.

چې ددغې پروژې په تطبیق سره به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

User account menu