د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا د جبران خسارې سروې وشوه.
۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۲/۳۰ هـ ش
د وزارت مقام د هدایت په اساس د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا لوګر ولایت کې د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا پروژې د متضررینو د جبران خسارې تخنیکي ارزونه ترسره شوه د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست د جبران خسارې مشترک ټیم له لوري د عبدالمنان په نوم د یوه تن د کور او ونو، او همدارنګه د محمدآغې ولسوالي اړوند د عبدالصبور په نوم د یوه تن د ونو ساحې له نږدې تخنیکي ارزونه ترسره شوه.
د یادې ارزونې پر مهال مسلکي انجنیرانو ساحه په دقیق ډول وکتله او متضررینو ته د جبران خسارې د منظور شوي فورم مطابق د ونو د ایستلو او کور د تخریب اړینې لارښوونې وکړې.
د مسؤلینو په وینا، د ونو تر ایستلو او کور تر تخریب وروسته به ټول اړوند اسناد د وروستیو اجراآتو او قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره د اوبو او انرژي وزارت ته واستول شي.
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست ټینګار کړی، چې د ولس ستونزو ته د قانون، شفافیت او مسلکي اصولو له مخې رسېدنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده.
