د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې
۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش
د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي سیندیزې حوزې رئیس ملا محمد عمر انس او د (اېف، ای، او) مؤسسې استازو په شتون کې پیل شوې.
په دغو پروژو کې د لاندې کانالونو پاککاري، د کیلهګي کانال پاککاري د چهلکپې په سیمه کې د ۲ کیلومتره په اوږدوالي، د دولت زي کانال پاککاري د ۱.۵ کیلومتره په اوږدوالي، د دوشي چغک کانال پاککاري چې په کنده سنګ سیمه کې موقعیت لري، د ۱.۸ کیلومتره په اوږدوالي، او د مرکزي بغلان اړوند د وړوکي اجمیر کانال پاککاري د فابریکې شپږم سړک په سیمه کې د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي ترسره کېږي.
یاد کانالونه چې موسمي سیلابونو یې، چې د اوبو جریان اغېزمن کړی وو، او کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسېدو بهیر یې له خنډ سره مخ کړی و، چې له امله یې خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا شوې وې.
د مسؤلینو په وینا، د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به د اوبو جریان منظم شي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو اړوند شته ستونزې به تر ډېره هوارې شي.
