د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې
۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش
د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده صاحب، د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب صاحب او د مرکزي رئيس صاحبانو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د نویو او پخوانیو پروژو د بودجې د ارزونې او د یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وشوې.
همدغه راز، وزیر صاحب محترم د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
