په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل
د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یادې پروژې چارې په بېلابېلو برخو کې روانې دي، چې د احاطې دېوال چارې یې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د سولر سیسټم د نصب عملي چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې پیل شي.
