په فاریاب ولایت کې د یوه چکډیم پروژې چارې د څه باندې ۴۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې
۱۴۴۸/۲/۱۹هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ل
په فاریاب ولایت کې د خیبر چکډیم جوړولو پروژې چارې د ۴۴ زره او ۲۵ امریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري پیل شوې.
یاده پروژه د اوبوسرچینو د مدیریت، د خاورې د ساتنې، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او پایدارې کرنې د ملاتړ په موخه پلي کېږي، او پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.
