د میدان وردک ولایت له والي او په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو سره لیدنه

mew-admin
Tue, Jan 21 2020 9:38 AM
73

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست او د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل پرون د مرغومی په ۲۹ نیټه د میدان وردک له والی، ښاغلی ډګر جنرال مظفرالدین یمین او د یاد ولایت له یو شمیر استازو او مشرانو سره وکتل.

پدې غونډه کې د میدان وردک والي او د خلکو یو شمیر استازو، د برښنا رسونې د شبکې رامینځته کول او د اوبو مدیریت، د میدان وردک ولایت د اوسیدونکو له لومړنیو اړتیاو څخه وبله او د اوبو او انرژۍ وزارت له مشرتابه څخه ېې غوښتنه وکړه تر څو د یاد ولایت د اوبو د پراختیایی پروژو پلي کولو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست او د اوبو مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل وویل: " د میدان وردګو په ولایت کې د اوبو او انرژۍ د پراختیایی پروژو پلې کول د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي."

پدې غونډه کې ښاغلی تکل د میدان وردک په ولایت کې د اوبو د مدیریت د پراختیايي پروژو لکه د بندونو جوړول، د کانالونو بیارغونه او همدارنګه پدې ولایت کې د برښنا رسونې د شبکو د رامینځته کولو ژمنه وکړه او د حکومتي چارواکو او د خلکو د استازو د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه.

User account menu