د ګمبیري د هوايی ډګر او د ګمبیري د اوبو لګولو او بريښنا پروژو د ګډې سيمې تر منځ شته ستونزه حل شوه.

د ګمبیري د اوبو لګولو او بريښنا ملي پروژه چې له کونړ ولایت څخه پیل، ننګرهار او لغمان ولایت پورې دوام لري؛ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو له جملې څخه ده، چې له بشپړېدو وروسته به د 67 مېګاواټه بریښنا ارزښت ولري او په زرګونه هکټاره ځمکه به خړوبوي.
په ورته وخت کې د ګمبیري د هوايی ډګر ملي پروژه د هوايی چلند ادارې پروژه ده چې تازه یې د ګمبیري دښته کې را پورته شوې؛ چی له همدې لپاره د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې دغه موضوع د هوايی چلند ادارې سره وه څیړله.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجینر خان محمد تکل د هواي چلند ادارې عمومي رئیس,ښاغلي امانزیب انصاري د پالیسی معین سره د څو ګډو ناستو په ترڅ کې د دغه موضوع په اړه خبرې وکړې چې په نتیجه کې د دواړو لورو تر منځ ګډ پلاوی وټاکل شو تر څو یادې موضوع ته يو منطقي حل پيدا کړي.
د پنج شنبې په ورځ 26/4/1399 ګډ پلاوی سیمې ته ولاړ چې په پایله کې نقشه ترتیب او د دواړو ادارو رهبريو سره شریکه شوه.
د ګمبیري د اوبو لګولو او بريښنا پروژې ته هېڅ زیان نه دی اوښتی؛ همدارنګه هوايی ډګر چې يوه ملي پروژه ده، د ګمبیري دښتې په نوې سيمه کې ځای پر ځای شوې؛ چې نقشه یې له دغه راپور سره يو ځای شوې تر څو د خلکو انديښنه لرې شي.
دواړه ملي پروژې د يو بل بشپړونکې دي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره