د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د اوبو د کنټرولی بندونو(چکډم) په اړه تخنیکي ورکشاپ

mew-admin
Wed, Aug 12 2020 3:47 PM
123

د اسیا پراختيايی بانک(ADB) او د شلدیا دفتر په مالي او تخنیکي مرسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د کابل سندیزو حوزو، د انجینري خدمتونو، کنټرول او کیفیت، څارنې او ارزونې، د برنامو د مدیریت مرکزي دفتر او سندیزو فرعي حوزو ریاستونو کار کوونکو ته د چکډمونو د تخنیکي روزنې په موخه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستيال، ښاغلي انجینر احمد ويس بصیري د دغه ورکشاپ پرانیسته وکړه او هغه یې د چکډم د پروژو د کیفیت په برخه کې ګټور ياد کړ.

ښاغلي بصيري په خپلو خبرو کې وویل چې د چکډم پروژې، د اوبو د مديریت او کنټرول، د سیلابونو مهارول، د ځمکې لاندې داوبو او د چاپېریال ساتنې پياوړتيا او څارویو ته د اوبو برابرولو په موخه په ټول هېواد کې پلي کيږي.

په دغه درې ورځنی په ورکشاپ کې د ملي او نړیوالو متخصیصینو په واسطه د تخنیکي برنامو سروې، ډيزان او د پروژو د پلي کولو څخه د څارنې په برخه کې ګډونوالو ته زده کړې ورکول کيږي.

 

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu