د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د فورټسکیو کمپنۍ استازي تر منځ د همغږۍ ناسته

MEW-Media
Sun, Feb 07 2021 9:02 AM
555

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په افغانستان کې د فورټسکیو کمپنۍ استازي سره وکتل.

په دغه ناسته کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د فورټسکیو کمپنۍ تر منځ د پراختیاي پروژو د تطبیق په موخه د همکارۍ، معلوماتو شریکولو او د دغه ادارې د ۱۲۰ کار کوونکو د زده کړو پروسې په چټکتیا خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو مدیریت او د دغه ادارې د کارمندانو ظرفیت لوړونې په برخه کې د فورټسکیو کمپنۍ له مرستې مننه وکړه او د کار کوونکو د زده کړې پروسې په چټک کولو یې ټينګار وکړ.

ښاغلي تکل د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مسؤلینو ته هدایت ورکړ چې د نورو همکاریو لپاره د فورټسکیو کمپنۍ سره لازم او ضروري معلومات شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې څه وخت وړاندې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او په افغانستان کې د فورټسکیو کمپنۍ تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه چې دواړو لورو د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو په برخه کې د مرستو په دوام ټينګار وکړ.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu