د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د عظیم الشان قرآن ختم تر سره شو.

MEW-Media
Thu, May 06 2021 11:53 AM
325

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د عظیم الشان قرآن ختم تر سره شو.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په انګړ کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د هېواد وروستیو پېښو (لوګر، هلمند...) شهیدانو، په هېواد کې د سرتاسري سولې ټينګښت او ملي امنیتي ځواکونو ته د بریا په مناسبت د عظیم الشان قرآن ختم تر سره شو.

په دغه پروګرام کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په ګډون د رهبرۍ غړو ګډون درلود چې د لوګر، هلمند... ولایتونو خونړیو او وحشیانه پېښو چې مظلوم ولس په کې قرباني شوی، شهیدانو او ټپيانو ته او په هېواد کې د سرتاسري سولې ټينګښت په موخه د دعا لاسونه پورته شول.

همدارنګه په دغه مبارک پروګرام کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هېواد، ولس، ملي بیرغ او ملي سرود ساتنې او سرلوړۍ په موخه د لوړ مورال دعا وشوه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu