د اوبو چارو د تنظیم په ملي اداره کې د وچکالۍ مدیریت طرحې په اړه د نظر غوښتنې جلسه ترسره شوه.

MEW-Media
Thu, Jun 03 2021 8:42 AM
741

د اوبو چارو د تنظیم په ملي اداره کې د وچکالۍ مدیریت طرحې په اړه د نظر غوښتنې جلسه ترسره شوه.

دا جلسه د جمهوري ریاست عالی مقام د هدایت او د شهري پراختیا اراضي، چاپيریال ساتنې او د اوبو عالي شورای مصوبې د تطبیق په موخه د وچکالۍ د مدیریت طرح جوړولو په اړه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو سرچینو لوی رئیس ښاغلي انجنیر فایزالرحمن عزیزي ترریاست لاندې د ا.ا.ج ریاست د چارو ادارې، زراعت، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارعت، د لوړو زده کړو وزارت، د کلوپراختیا وزارت، د پیښو پروړاندې د مبارزې وزارت، علومو اکادمي، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې شرکت او نورو اړونده ادارو استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دې جلسه کې د وچکالۍ مدیریت د طرحې مسوده چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو سرچینو لوی ریاست لخوا جوړه، د اړونده نورو ادارو له استازو سره شریکه شوه، ترڅو دهغې د بډاینې لپاره خپل نظرونه له دوئ سره شریک کړي.

ښاغلي انجنیر فایزالرحمن د اوبود سرچینو لوی رئیس د اړونده ټولو ادارو له استازو وغوښتل، ترڅو خپل نظرونه او وړاندیزونه په لیکلي ډول له دوئ سره شریک کړي.

همدا شان د یادې جلسې په اخر کې فیصله وشوه، چې د اړونده ادارو له کارپوهانو څخه دې یو ګډ کاري ګروپ جوړ شي ترڅو د وچکالۍ مدیریت طرحې برابرولو لپاره په ګډه کار وکړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu