په تخار ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د دوه لویو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.

MEW-Media
Sat, Jul 17 2021 8:56 AM
777

په تخار ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د دوه لویو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د شهروان او مومن آباد کانالو د بیا رغونې قرارداد د Biltek Afghan ساختماني شرکت سره لاسلیک کړ، یاد کانالونه د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې موقعیت لري.

دا پروژې د اسیا پراختیایي بانک په مالي مرسته د ځمکې سر اوبو مدیریت، کرنیزو ځمکو زیاتوالی او اوبو لګولو په موخه په تخار ولایت کې تطبیق کیږي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دې قراردادونو د لاسلیک پر وخت د اوبو په مدیریت کې د دې کانالونو ارزښت ته ایشاره وکړه، او له قراردادي شرکت یې غوښتنه وکړه ترڅو ذکر شوې پروژې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده چې د مومن آباد کانال او سربند په تطبیق سره به نیږدې یو نیم زر ( ۱.۵) هکټاره کرنیزه ځمکه تر اوبو لګونې لاندې راشي، چې په تعداد د ۱۴۴۹ کورنۍ به له هغې ګټه پورته کړي.

همدا شان د شهروان کانال او سربند په جوړونې سره به له ۱۱ زره څخه زیاته کرنیزه ځمکه تر اوبو لګونې لاندې راشي، چې نیږدې ۸۳۴۲ کورنۍ به له هغې ګټه پورته کړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu