د اوبو لګولو لویو پروژو د ډیزاین لارښود د مسودې په اړه جلسه ترسره شوه

MEW-Media
Tue, Aug 10 2021 10:14 AM
555

د اوبو لګولو لویو پروژو د ډیزاین لارښود د مسودې په اړه جلسه ترسره شوه

د اوبو لګولو لوی پروژو د ډیزاین لارښود د مسودې په اړه جلسه د اوبو چارو دتنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري تر رهبرۍ لاندې د پروګرامونو مدیریت مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې په داسې حال کې چې د اوبولګولو ریاست رئیس انجنیر وفی الله سیدی او ددې ادارې یو شمیر مسؤلینو شتون درلود ترسره شوه.

په دغه جلسه کې د مسودې د پرمختګونو، په افغانستان کې د تطبیق کیدونکو کوډونو او سټندردونو، اوبو مدیریت، ساختماني موادو او د کیفیت د کنټرول په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په اخر کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون ښاغلي بصیري اوبو لګولو لویو پروژو د ډیزیان لارښود مسودې جوړونکي ټیم او نورو مسؤلینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وکړي او یادونه یې وکړه چې په دې برخه کې باید د IRDP او اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له تجربو څخه ګټه واخستل شي ترڅو مونږ په اخر کې یو داسې مسوده ولرو چه په هر وخت او هر ځای کې د تطبیق وړ وي.

د اوبو چارو دتنظیم ملي اداره

User account menu