د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د قطر هیواد  د لمریزې انرژي(قطر للطاقة الشمسیه) شرکت له رئیس سره وکتل

MEW-Media
Sun, Dec 12 2021 9:04 AM
21/9/1400

 

 

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف "منصور" قطر ته د خپل روان سفر په لړ کې د یاد هیواد د لمریزې انرژي (قطر للطاقة الشمسیه) شرکت له مشر ښاغلي سالم عباسی سره ناسته وکړه.

په دغه لیدنه کې محترم وزیر صاحب د یاد شوي شرکت له مشر سره په افغانستان کې د لمریزې انرژي د تولید په هکله خبرې وکړې، د قطر للطاقة الشمسیه شرکت مشر په افغانستان کې د لمریزې انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی وښود او ښاغلي وزیر صاحب ته یې بلنه ورکړه چې د ا.ا.ا د اړوندو وزارتونو یو ګډ اداري او تخنیکي پلاوی په دې اړه له یاد شرکت سره تفصیلي خبرې وکړي تر څو چې یاد شرکت په افغانستان کې د لمریزې انرژي د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

ناسته په ډیره دوستانه فضاء کې پای ته ورسېده.

User account menu