د اوبو او انرژي وزارت معين ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر (آخندزاده) د اوبو په معینیت  کې د  (iHH) په نوم خیریه بنسټ له استازو سره وکتل

MEW-Media
Mon, Mar 28 2022 10:13 AM
1

 په پیل کې د ترکيې او افغانستان د خلکو تر منځ د دوستۍ او همکاريو شاليد ته کتنه وشوه، او وروسته د (iHH) خیریه بنسټ استازو چي په ځينو افریقایي او آسيایی هیوادونو کې بیوزلو خلکو ته په مختلفو برخو کې بشري او عاجلې مرستې کوي، ژمنه وکړه چي  دوي افغانستان ته د بشري او عاجلو مرستو او د ځينو پروژو لکه (د څښاک اوبو څاګانو، د اوبولګولو اړوند شبکو رغولو...) په برخه کې به عملي ګامونه د اوبو او انرژۍ وزارت سره په همغږۍ اخلي.

د اوبو او انرژي وزارت د پلاوي له خوا د (iHH) خیریه بنسټ استازو ته ډاډ او اطمینان ورکړل شو او د یادو پروژو د عملي کېدو لپاره  د کافی معلوماتو او پروژو د شریکولو چې په ملي سطحه به په ټول افغانستان کې تطبیق کیږي تعهد تر سره شو.

په پای کې دواړو خواوو ټینګار وکړ ترڅو ژر تر ژره نوموړې پروژې پیل او تطبیق شي تر څو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بیوزلو او اړمنو کورنیو ته بشري او عاجلې مرستې تر سره شي.

د یادونې وړ ده چې دواړو خواوو د نورو شته بشردوستانه سازمانونو په جذبولو کې هم موافقه وکړه تر څو د بشري او عاجلو مرستو تر چتر لاندې د اوبو د ستونزو حل لړۍ سرعت ومومي او پراخه شي.

 

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu