د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د چاپيریال ساتنې ملي ادارې د مسلکي معین سره وکتل

mew-admin
Tue, Mar 29 2022 2:30 PM
1

د اوبو او انرژی وزارت د اوبو معین  ښاغلی انجنیر مجیب الرحمن عمر او د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو  په ګډون د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مسلکي معین ښاغلي عزت الله صدیقی او مل پلاوي سره وکتل او د اوبو او انرژي وزارت د پېژندنې په هکله د سازګارۍ صندوق ته چې د هندوستان د نبردبانک شرکت لخوا پرمخ وړل کېږي بحث او د نظر تبادله و کړه.

په دغه لیدنه کې، د یوه پرزینتیشن په ترڅ کې د سازګارۍ صندوق د پېژندنې، د ملي تطبیق کونکي ادارې د جوړولو حمایوي برنامې، د سازګارۍ صندوق د اعتبار اخیستنې معیارونو، د سازګارۍ صندق د بورډ،د سازګارۍ صندق د اعتبار اخیستنې پروسې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شوه.

په ورته وخت کې، د پرزینتیشن په ترڅ کې د سازګارۍ صندوق د پیژندنې څخه وروسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د یاد وزارت د پيژندنې په هکله د سازګارۍ صندوق ته موافقه و کړه.

User account menu